محترم دويبپاڼې چلوونكئ صاحب،
ډاكترمحمد هاشم نظروال ډاكترمحمد هاشم نظروال

سلام عليكم

دنړيوال جال له لارې ملت ته ستاسې هڅې دستايلو وړدي.

ديوه عادي پښتانه په حيث زه او ملګري مي انګيرو چي دپښتنوستونزې تر نورو ډيرې او ګډې دي او ګډون  دئ چي  مو حل  ته نږدې كولای شي.

دپښتوژبېو ويبپاڼې چلوونكو ترمينځ ، كه ګډون نه - نو- اړيكه خوپه آسانئ سره ټينګيدلای شي.  (دغسې نده؟).

كه ځواب مو  هو وي، نو خوښه  مو نده  چي د پښتويبپاڼې چلوونكوپه مينځ کې ديوه پروتوكول دمينځته راتلو په هدف دا كار وكړو؟

كيدای شي  تاسو  يابل ورور  به دا كار يا اقلا دا هڅه كړې وي، خو زه ترې خبر نه يم او ليوال يم چي پرې خبر شم  نو ځكه  دا ليك  ټولو  پښتو ژبې ويبپاڼوته (چي زه يې په شتوالې خبر يم) استوم او نظر يې غواړم.


بخښنه غواړم چې ستاسو وخت مي ونيو خو ضرورت يې بولم.

.

دا زما او ملګرو شخصي نظر ده او خداي شته پدې كي بې له خيرغوښتنې  بلهدف نلرو.

په  درناوي


ډاكترمحمد هاشم نظروال

دافغان كلتوري ټولنو جرګې اداري مسوول


كابل
۰۷۰۰۳۰۶۴۲۲

 

October 27th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها